بامیان-880x550

په بامیانو کې کرونا وبا د نوي ډول پېښې زیاتې شوې

neshananews

04 May 2021

د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د کرونا د نوي ډول ویروس پېښې زیاتې شوې دي.
د بامیانو د والي رسنیو دفتر نن (سه شنبه، د غویي څورلسمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په بامیانو کې د کرونا د دې ډول ویروس نهه پېښې پېژندل شوې دي.
د بامیانو د والي دفتر په خبرپاڼه کې په یاد ولایت کې د اکسېجن د ماشینونو د فعالیت غوښتنه کړې او همداراز یې د بامیانو له اوسېدونکو غوښتي، چې له کرونا د مخنیوي په پار دې روغتیایي تدابیر ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو اوونیو کې د کرونا د درېیمې څپې اندېښنې خپرې دي. یوازې پرون ورځ په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۷۵ نوې پېښې ثبت شوې.