د هېواد نامتو سندرغاړی عبدالله مقري د ژوند پور پرې کړ
د هېواد نامتو سندر غاړی عبدالله مقری په متحده عربي اماراتو کې مړی شوی.
د ارګ مرستیالې ویاندې فاطمې مورچل نن (دوشنبه، د غبرګولي۲۴مه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې مقری د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی.
عبدالله مقری له څه وخت راهیسې په دوبۍ کې اوسېده او د راپورونو پر بنسټ څو ورځې مخکې د دوبۍ پر یوه روغتون کې د کرونا له امله بستري شوی و.
عبدالله مقری د هېواد له نامتو سندرغاړو څخه وو، چې وطني او سیمه ییزې سندرې یې ویلې.
د مقري زیاتره سندرې پر پښتو ژبه دي. نوموړی د غزني په مقر ولسوالي کې زوکړی و. د عبدالله مقری سندرې ګڼ او ځانګړي مینوال لري.