مرز تورخم

د کرونا وبا تازه څپه؛ پاکستان له افغانستان سره خپلې پولې تړي

neshananews

03 May 2021

په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی، چې په پاکستان کې د کرونا ویروس د زیاتېدو له امله یاد هېواد خپلې پولې د افغانانو پر مخ تړي.
په کابل کې د پاکستان سفارت نن (دوشنبه، د غویي دیارلسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستان د غویي د میاشتې له پنځلسمې نېټې پیل بیا د غبرګولې میاشتې تر لومړۍ نېټې خپلې پولې د افغانانو پر مخ تړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا پرېکړه په پاکستان کې د کرونا وبا د زیاتېدو له امله شوې.
د پاکستان سفارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د باروړونکو موټرو تګ راتګ او سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په عادي بڼه تر سره کېږي.
له کرونا وبا څخه د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې، چې په وروستیو اوونیو کې هندوستان د کرونا وبا له ګواښوونکې او وژونکې څپې سره لاس او ګرېوان دی؛ سلګونه زره کسان په دې هېواد کې پر کرونا اخته شوي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې په پاکستان کې هم د کرونا د ناروغانو شمېر زیات شوی.