کانکور-880x550

د کرونا درېیمه څپه؛ د کانکور ازموینې بهېر ځنډول شوی

neshananews

29 May 2021

د کرونا ویروس له درېیمې څپې سره په ولایتونو کې د کانکور ازموینې بهېر ځنډول شوی.
د ازموینو ملي ادارې نن (شنبه، د غبرګولي اتمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا پرېکړه په هېواد کې د کرونا وبا زیاتېدو له امله شوې. یادې ادارې د کانکور ازموینې د بیا پیل نېټه نه ده په ډاګه کړې.
د کانکور ازموینه په ډېرو ولایتونو کې اخیستل شوې؛ ټاکل شوې وه دا ازموینه په مرکزي حوزه کې هم پیل شي.
د ازموینو ملي اداره وایي، د ازموینې نېټه به وروسته ګډونوالو ته په ډاګه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې له امله په ۱۶ ولایتونو کې ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه د دوو اوونیو لپاره رخصت اعلان کړي.
همداراز ټاکل شوې د راروانې اوونۍ تر پایه په کابل کې د ودونو تالارونه هم وتړل شي.