پوهنتون کابل

د کرونا درېیمه څپه؛ په ۱۶ ولایتونو کې پوهنتونونه او ښوونځي رخصت شول

neshananews

29 May 2021

عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ویروس د درېیمې څپې له پیل سره د هېواد د شپاړسو ولایتونو پوهنتونونه او ښوونځي رخصت شوي دي.
عامې روغتیا وزارت تېره شپه (شنبه، د غبرګولي اتمه) اعلان کړی، چې د کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوگر، ننگرهار، پکتیا، پروان، میدان‌وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز ولایتونو ښوونځي او پوهنتونه به دوه اوونۍ رخصت وي.
د خبرپاڼې پر بنسټ دا رخصتي به سر له نن (شنبه، د غبرګولي اتمه) څخه پیل شي.
عامې روغتیا وزارت وایي پوهنتونونه او ښوونځي د ګڼې ګوڼې ځایونه دي، چې د کرونا ګواښ پکې زیات دی.
عامې روغتیا وزارت همداراز له هېوادوالو غوښتي، چې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په هېواد کې د کرونا پېښې زیاتې شوې. عامه روغتیا وایي کرونا ویروس خپل اوج ته نږدې شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت شمېرنې ښیي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زر تنه پر کرونا اخته شوي.