دانشگاه کابل

کابل طبي پوهنتون د اکسېجن د تولید ماشین جوړ کړی

neshananews

22 June 2021

کابل طبي پوهنتون اعلان کړی، چې د یاد بنسټ تخنیکي کارکوونکو د اکسېجن یو تولیدي ماشین جوړ کړی. د دوی په وینا دا ماشین په یوه دقیقه کې تر ۱۵ زیات لېتره اکسېجن تولیدوي.

کابل طبي پوهنتون پرون سه شنبه (د غبرګولي ۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اکسېجن د تولید دا ماشین یې د کابل په بازارونو کې د شته موادو پر مټ جوړ کړی.

د یادونې وړ ده، چې د دې ماشین د تولیدي اکسېجن سوچه والی تر ۹۳سلنه رسېږي. د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې پر دې ماشین ۳۰زره افغانۍ لګښت شوی.

کابل طبي پوهنتون د کرونا په اوسني حالت کې د اکسېجن د دې ماشین جوړېدل مهم ګڼي. د دوی په وینا دا ماشین په کم لګښت بازار ته اکسېجن وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد په روان کرونایي وضعیت کې د اکسېجن له کمښت سره مخ دی. که څه هم پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا ژمنه کړې، چې په دې برخه کې به له هېواد سره مرسته کوي؛ خو تر اوسه لا خلک په هېواد کې د اکسېجن له کمښته سر ټکوي.