په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ٥٢ تنه له کرونا مړه شوي
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٥٢ ناروغان له کرونا مړه شوي.
عامې روغتیا وزارت نن پنجشنبه (د زمري ٧مه) اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٢ زره ٦١٩ شکمنې پېښې کتل شوې، چې له دوی څخه یې ٤١٩ مثبتې دي او تر څنګ یې په یاده موده کې ١زر ٩٦٦ تنه له کرونا روغ شوي.
له دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ١٤٦ زرو ٥٢٣ ته رسېدلی. له دې ناروغانو څخه ۵٦ زره ٦٧٧ مړه شوي دي.
په کندهار کې يو رنځورپال وژل شوی
7 Aug 2021
کابل طبي پوهنتون د اکسېجن د تولید ماشین جوړ کړی
22 Jun 2021