د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې هره ورځ د سلو ماشومانو درملنه کېږي
د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، د یاد ولایت په سیمه ییز روغتون کې هره ورځ د سلو ماشومانو درملنه کېږي.
د دوی په وینا، د ننګرهار ولايت سيمه يیز روغتون د کوچنيانو څانګه لس بسترونه لري او هره ورځ پکې په منځني ډول د سلو ماشومانو درملنه کېږي.
د ننګرهار د روغتیا چارواکي زیاتوي، چې په دې روغتون کې د هغو ناروغانو درملنه کوي، چې ساعتونه یې درملنې ته اړتیا وي او تر روغتیا وروسته رخصتېږي.