1024px-Pchowkjaa-750x430-1-1

په ننګرهار کې د اکسیجن د تولید فابریکې به تر دې وروسته نورو ولایتونو ته هم اکسیجن ورکوي

neshananews

19 June 2021

په ننګرهار ولایت کې له کرونا ویروس سره د مبارزې کمیټې پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به د اکسیجن د تولید فابریکې په دغه ولایت کې دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو ته له پوره رسیدګۍ وروسته نورو ولایتونو ته هم د اړتیا وړ اکسیجن لېږدوي. یادې کمېټې په یوه ناسته کې، چې نن(شنبه، د غبرګولي۲۹مه) سهار د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په مشرۍ په ولایت مقام کې راجوړه شوې وه، د ننګرهار والي پکې د برېښنا ریاست له رییس څخه جدي غوښتنه وکړه، چې د اکسیجن د تولید فابریکو د برېښنا ستونزه په اساسي ډول حل کړي.

همدا راز د ننګرهار والي د خپلو خبرو په لړ کې د اکیسجن د یوې فابریکې مسؤل ته سپارښتنه وکړه، چې هره ورځ به ۳۵۰ د اکسیجن ډبې د کرونا تجرید مرکز او ۵۰ نورې خصوصي روغتیایي مرکزونو ته ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په هېواد کې روغتونونه د اکسېجن له کمښت سره مخ دي. روغتیا وزارت په دې برخه کې له نړیوال بانک څخه هم د مرستې غوښتنه کړې.