کرونا ویروس؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۱ناروغان مړه شوي او ۱۸۰۴ نوې پېښې ثبت شوې
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا اخته ۷۱ ناروغان مړه شوي او د کرونا ۱۸۰۴نوې مثبتې پېښې ثبت شوې.
عامې روغتیا وزارت نن (دوشنبه، د غبرګولي ۲۴مه) اعلان کړی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځهزره ۷۰ شکمنې پېښې کتل شوې، چې ۱۸۰۴یې مثبتې پېژندل شوې.
له دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ۹۳زره ۲۷۲ته رسېدلی. له دې ناروغانو څخه ۳۶۸۳ د کرونا وبا له امله مړه شوي دي.