ویروس-کرونا-880x550 (1)

په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۳۰ تنه له کرونا مړه شوي

neshananews

02 August 2021

عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا  ۳۰ ناروغان له کرونا مړه شوي.

عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه (د زمري ۱۱مه) اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ٢ زره ۶۴۲ شکمنې پېښې کتل شوې، چې له کتل شویو پېښو څخه یې ۵۸۷ مثبتې دي.

 په یاده موده کې  ۹۴۵ تنه له کرونا روغ شوي.

له دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ۱۴۸ زرو ۵۷۲ ته رسېدلی. له دې ناروغانو څخه ٦ زره ۸۰۴ مړه شوي دي.