کرونا----

په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ١٠ تنه له کرونا مړه شوي

neshananews

07 August 2021

عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ١٠ ناروغان له کرونا مړه شوي.
عامې روغتیا وزارت نن شنبه (د زمري ١٦مه) اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ٢ زره ٥٤٨ شکمنې پېښې کتل شوې، چې له کتل شویو پېښو څخه یې ٢١٨ مثبتې دي.
په یاده موده کې ٦٧٧ تنه له کرونا روغ شوي.
له دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ١٥٠ زره ٤٥٨ ته رسېدلی. له دې ناروغانو څخه ٦ زره ٩٠٨ مړه شوي دي.