په بغلان کې موټربم ۴ تنه وژلي او ۲۸ یې ټپیان کړي
د بغلان سیمهییز چارواکي وايي، په مرکزي بغلان کې یوې چاودنې څلور تنه وژلي او ۲۸ یې ټپیان کړي دي. د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت وايي، چاودنه پرون (دوشنبه، د غبرګولي ۱۰مه) د مرکزي بغلان د پولیسو قومندانۍ په قراول کې شوې.
د هغه په وینا په پېښه کې شل ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.
ښاغلی بشارت وايي، طالبانو تر چاودنې وروسته پر یاده ولسوالۍ بریدونه هم کړي؛ خو پر شا شوي دي او په پایله کې یې پنځه طالبان وژل شوي.
طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخیستې. ذبیحالله مجاهد وايي، لسګونه سرتېري یې په دې چاودنه کې وژلي دي.