حملات-هوایی-در-ولایت-کندز-1-880x495

په بلخ کې د هوايي ځواکونو په برید کې د طالبانو سرې قطعې یو قومندان او ۱۵جنګیالي وژل شوي

neshananews

05 May 2020

د هېواد په شمال کې د اردو چارواکي وايي، چې د بلخ ولایت په کشنده او زارع ولسوالیو کې د هوايي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو سرې قطعې د یوه قومندان په ګډون پنځلس تنه نور وژل شوي دي.
۲۰۹شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې اعلان لیکلي؛ ملا یعقوب، چې په منصور مشهور و د کشنده ولسوالۍ په کشنده بالای سیمه کې وژل شوی دی. د خبرپاڼې له مخې برید تېره شپه ۱:۱۰بجې د طالبانو پر یوې ډلې شوی، چې د یاد قومندان تر څنګ د دې ډلې پنځلس نور جنګیالي هم پکې وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.