کودک کشته شده

په تخار کې د طالبانو هاوان یو اته کلن ماشوم وژلی

neshananews

22 May 2021

د تخار امنیتي چارواکي وایي، پر یوه کور د طالبانو هاوان لګېدلی، چې له امله یو اته کلن ماشوم وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وایي، پېښه پرون مازدیګر (جمعه، د غویي ۳۱مه) په پل شش میتره سیمه کې د تخار ــ کندز لویې لارې اړوند شوې.
د اسیر په وینا په پېښه کې یو اته کلن ماشوم وژل شوی، یوه مېرمنه او یو بل ماشوم ټپیان شوي.
اسیر وایي هاوان د طالبانو له خوا ویشتل شوی؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې طالبان له تېر یوه کال راپدېخوا په د تخار ــ کندز پر لویه لاره واکمن دي، چې ډېر کله د لارویانو تلاشي هم اخلي او هغوی ته ستونزې جوړوي.