په فراه کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی
د هېواد په لوېدیځ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پای نه لري. د هېواد په لوېدیځ کې هره ورځ ښځې یو ډول تاوتریخوالی تجربه کوي. په فراه کې هم د ښځو حالت ورځ تر بلې بدې خوا ته ځي، د فراه د ښځو چارو ریاست مسوولین په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښمن دي.
د ښځو وژنې، شکنجه، وهل ټکول، په زوره ودونه او په کم عمر ودونه هغه لاملونه دي، چې په فراه کې ښځې ورسره مخ دي. د فراه د ښځو چارو رییسه کبرا عظیمي وايي، چې روان کال په فراه کې د ښځو د تاوتریخوالي ۱۶۸ قضیې ثبت شوې دي، چې ځینې یې د وژنې هم دي. د مېرمن عظیمي په وینا تېر کال دا شمېر ۱۳۸ و.
د فراه د ښځو چارو رییسه وايي، چې ډېرې دا قضیې یې ځکه نه دي څېړلې، چې لاملین یې له طالبانو سره یو ځای شوي دي؛ خو مېرمن عظیمي وايي، چې د خبراوي او عامه پوهاوي په برخه کې کې یې هڅې زیاتې کړې. د هغې په وینا په فراه کې په وروستي کال کې ۱۲۰۰ کورنیو ته په اړوند برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شوی.
فراه د هېواد له ناامنو ولایتونو څخه دی. طالبان یې په بکواه، بالابلوک، ګلستان او خاک سفید ولسوالیو کې پراخ فعالیت لري؛ نو له دې امله د ښځو ملاتړي بنسټونه نه شي کولای، چې په دې سیمو کې خپل فعالیتونه وکړي.