په بادغیس کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی
د بادغیس د ښځو چارو ریاست چارواکي وایي، په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی. د دوی په وینا په تېرو اتو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۵ قضیې ثبت شوې.
د بادغیس د ښځو چارو رییسې راحلې نادري نن (سه شنبه، د لیندۍ ۱۱) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې سږ کال په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره شوی. د هغې په وینا تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۸ قضیې ثبت شوې وې؛ خو سږ کال دا شمېر ۷۵ دی.
وژنې، وهل ټکول، په زوره او په کم عمر ودونه، ټپي کول او د بدن د غړو پرې کول هغه تاوتریخوالي دي، چې په بادغیس کې د ښځو پر وړاندې تر سره شوي دي.
د بادغیس د ښځو چارو رییسه وایي، چې زیات تاوتریخوالي په ناامنو ولسوالیو بالامرغاب او جوند کې شوي.
د ښځو چارو ریاست وایي، چې ښځو ته د پوهاوي ورکول د دې سبب شوي، چې په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې قضیې ثبت شي.
بل خوا د بادغیس څارنوالي وایي، چې تر اوسه څو قضیې څېړلې شوې. په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د درولو ځانګړې څارنوالۍ امره انجیلا حمیدي وایي، چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه په دې اړوند ۴۲ قضیې څېړل شوې.
بادغیس د هېواد په لوېدیځ کې له ناامنو ولایتونو څخه دی. د دولت د ضعیف حاکمیت او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لاملینو نه مجازات پکې د دې سبب شوی، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پکې زیات شي.