د بادغیس – هرات پر لویه لاره یوه ځوانه نجلۍ وژل شوې
د بادغیس ځايي چارواکي وايي، د بادغیس – هرات پر لویه لاره ناپېژاندو وسلوالو یوه ځوانه نجلۍ وژلې.
دا نجلۍ له هرات څخه بادغیس ته پر لاره وه.
د بادغیس والي حسامالدین شمس نشانه خبري اژانس ته ویلي، یاده پېښه پرون ماښام سه شنبه(د زمري ١٢مه) د قلعه نو- هرات پر لویه لاره شوې.
د بادغیس والي وایي تر اوسه د دې وژنې لامل نه دی معلوم، خو څېړنې پیل شوې.
د شمس په وینا دا ٢٥ کلنه جینۍ د بادغیس د مغول ولسوالۍ اوسېدونکې وه.
د بادغیس والي وايي، پر دې لاره طالبانو مخکې څو ښځې وژلې او وهلې دي. د بادغیس د والي په وینا دا ځوانه نجلۍ له محرم څخه پرته د طالبانو پر سیمه تېرېده. شمس وايي، په دې اړه د بادغیس جنايي مسوولينو څېړنې پیل کړې دي. هغه د پېښې د لاملونو په اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو هم د دې جينۍ په وژلو کې لاس لرل رد کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، ښايي د دې جينۍ د وژنې لامل شخصي دښمني وي.