کابل-1-880x550

د کابل اوسېدونکي نن د سرتېرو پر ملاتړ د تکبیر ناره اوچتوي

neshananews

03 August 2021

ملي دفاع وزارت وايي، تر هرات وروسته به نن د کابل اوسېدونکي د طالبانو د بریدونو پر غبرګون او د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ د تکبیر ناره اوچته کړي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن سه‌شنبه (د زمري ۱۲مه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په کابل کې به نن خلک د شپې پر نهه بجې ورته کړنه تر سره کړي. ښاغلی امان وايي، د کابل اوسېدونکي به د طالبانو د بریدونو پر غبرګون او له امنیتي ځواکونو پر ملاتړ د تکبیر ناره اوچته کړي.
تېره شپه د طالبانو تر بریدونو وروسته د هرات زرګونه اوسېدونکي د کورونو بامونو ته پورته شول او د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ یې د تکبیر ناره پورته کړه. د هراتیانو دا کړنه له پراخ هرکلي سره مخ شوه.
د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله دا پرېکړه تلپاتې حماسه او د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هراتیانو دا ګام د ملي پاڅون نښه ګڼلې. ښاغلي کرزي ویلي، چې دا طالبانو ته یو جدي ګواښ دی.