انفجار

د کندهار ـ هرات پر لویه لاره ماین چاودنې ۲۴ مسافرو ته مرګژوبله اړولې

neshananews

23 June 2021

 تېر ماخستن سه شنبه (دچنګاښ۱) ناوخته د کندهار ـ هرات پر لاره د میوند ولسوالۍ اړوند په کشکي نخود سیمه کې پر ۳۰۳ مسافر وړونکي بس موټر ماین ورچاودېدلی.

په کندهار کې د میرویس روغتو مسوولین وايي، د پېښې له ځایه تر دې مهاله د څلورو کوچنیانو او یوه لوی نارینه مړي او ۱۹ ټپیان ور وړل شوي دي.

د دوی په وینا په ټپیانو کې ښځې او کوچنیان هم شامل دي.

امنیتي مسوولین وايي، ماین د طالبانو له لورې ایښودل شوی؛ خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.