546545465

شریفه مهاجر: د غالۍ اوبدلو پر مټ مې لومړی د پلار؛ خو اوس د خپلې خسرګنۍ کور ساتم

neshananews

14 July 2021

 راپور: عابد ندیم

شریفه مهاجر که په عمر ډېره؛ خو په هوډ او هنر لا ځوانه ده، نوموړې د کونړ ولایت د یوې غرنۍ سیمې ده؛ خو  دا مهال د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې اوسېږي. شریفې مهاجر غالۍ اوبدل د کډوالۍ پر مهال زده‌کړي. هغې بیا په اړونده برخه کې تر ډېر کار کولو وروسته ځان دې پوړۍ ته رسولی، چې پر مټ یې هم ځان وساتي او هم یې کورنۍ. نوموړې په دې اړه وايي:

« لس کلنۍ کې مې په پاکستان کې د غالۍ اوبدل پیل کړي، چې په دغه لاره کې له ډېرو سختو او تنګو ورځو سره مخ شوې یم؛ خو بیا مې هم همت نه دی بایللی او دا دی نن د دغه کسب او هنر له برکته د خپلې کورنۍ سرپرسته یم، چې دا مهال د دیارلس کسیزې کورنۍ مصرف ښه په اسانۍ وباسم.»

که څه هم غالۍ اوبدل د شګو تر شمارلو سخت کسب او هنر دی؛ خو شریفه مهاجر بیا تصمیم د هر کار د بریالیتوب راز ګڼي او وایي چې هر کار په لوړ مورال او هوډ تر بریالیتوب رسېدلی شي.

نوموړې وایي:

« لومړیو کې ماته هم غالۍ اوبدل خورا ستونزمن کار و؛ خو ما د دغه ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړه او نن له خپله کاره راضي یم، کومې غالۍ چې زه اوبم، متر یې له دوه نیم تر درې زرو افغانیو په قیمت اوبم؛ خو دا غالۍ بیا په افغانستان او له افغانستانه بهر هېوادونو کې ډېر لوی قیمت لري.»

شریفه مهاجر اوس د غالۍ اوبدلو د هر ډول هنر پخه استاده ده او دا مهال په جلال اباد ښار کې د غالۍ اوبدلو یوه کارخونه لري، چې له امله یې څو نورو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.

نوموړې پر افغان مېرمنو غږ کوي، چې د خپلې کورنۍ د ارام ژوند د تېرېدو لپاره دې د غالۍ اوبدلو په څېر ګڼ نور کورني هنرونه زده کړي، څو له دغه لارې د خپلې کورنۍ د اقتصاد په ښه کېدو کې پوره ونډه واخلي.