28f9c490-9f9b-4339-bc98-1d0950637957

په ارزګان کې یوه ښځه د کورنۍ له خوا شکنجه شوې

neshananews

29 July 2021

د ارزګان ځايي چارواکي وایي، په یاد ولایت کې یې د یوې ښځې شکنجه کوونکي یې نیولي او ښځه یې له مرګه ژغورلې.

د ارزګان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد عظيم هاشمي پرون ناوخته د (زمري ۶مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د ارزګان د مرکز ترينکوټ په غزنيګګي سیمه کې يوه ښځه د خسر او خاوند له لوري لومړی شکنجه شوې او وروسته يې خسر او خاوند غوښتل، چې دا ښځه ووژني؛ خو دوی ژغورلې ده.

د هاشمي په خبره له ژغورل شوې ښځې سره د خسرګنۍ له لوري ناوړه چلند کېده. د نوموړي په وینا پولیسو تورن کسان څارنوالۍ ته سپارلي دي.

د یادونې وړ ده، چې لا هم په لرې پرتو سیمو کې ښځې په ناموسي او دودیزو قضیو کې شکنجه کېږي.