75675756756756

په ارزګان کې تاريخپوه او ليکوال عبدالله عاطفي وژل شوی

neshananews

05 August 2021

په ارزګان کې ناپېژاندو کسانو یو تاريخپوه او ليکوال عبدالله عاطفي وژلی.

په ارزګان کې ځايي سرچينو نن پنجشنبه (د زمري۱۴مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، عاطفي تېره شپه د ارزګان ولايت په چوره ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو له خپل کوره  ویستلی او وژلی یې دی.

سرچینې وایي هغه سخت شکنجه شوی دی.

 عبدالله عاطفي د ارزګان ولایت د چورې ولسوالي اوسېدونکی و.

عاطفي په اقتصاد او انجنیرۍ کې دوې ماسټرۍ په اوکراین هېواد کې کړې وې.

عاطفي د “شرق السلطان لرغوني پښتانه عبریان” پر نوم د تاریخ یو کتاب په ۱۳۰۰ مخونو کې له نن شل کاله وړاندې چاپ کړی و او ګڼ ناچاپ کتابونه يې پاتې دي.

ياده دې وي د ارزګان د چورې ولسوالۍ لا هم د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې ده؛ خو وسلوالو طالبانو د عاطفي د وژلو په اړه څه نه دي ويلي.