نیروهای ارتش

په لغمان کې د وسلوالو طالبانو د عمومي قومندان په شمول ۱۶ طالبان وژل شوي

neshananews

08 July 2021

د لغمان ولایت امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه د یاد ولایت الیشنګ ولسوالۍ اړوند صبر آباد، سالاب او شمکټ سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو له لورې د هوایي بریدونو په پایله کې د لغمان ولایت لپاره د طالبانو عمومي قومندان حاجي عبدالواحد، په هېواد کې د وسلوالو طالبانو له خوا د موسساتو عمومي مسؤل مولوي عزت الله، قومندان مولوي بغلانی، قومندان قهار او قومندان خیبر په ګډون ۱۶ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې د دغه بریدونو په پایله کې د لغمان ولایت لپاره د طالبانو والي قاري زین العابدین او قومندان شکرالله په ګډون ۲۸ وسلوال طالبان هم شدید ټپیان شوي دي.

که څه هم تر اوسه وسلوالو طالبانو د دغه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو امنیتي چارواکي زیاتوي چې د دغه بریدونو په نتیجه کې یې د وسلوالو طالبانو لسګونه میله سپکې او درنې وسلې هم تخریب کړې دي.