په میدان وردګو کې د اردو یوه چورلکه غورځېدلې
دفاع وزارت وایي، په میدان وردګو کې د پوځ یوه چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې دا چورلکه تېره شپه (سه شنبه، د غبرګولي ۱۸مه) د میدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې غورځېدلې.
ښاغلی امان وایي، لوېدلې چورلکه (ام ای ۱۷) ډوله چورلکه ده، چې پکې سپاره درې تنه وژل شوي او یو بل نظامي پکې ټپي شوی.
طالبان بیا وایي، دا چورلکه دوی غورځولې.
تر دې مخکې هم د یاد ولایت په بهسودو ولسوالي کې یوه چورلکه غورځېدلې وه. ملي دفاع وزارت ویلي وو، چې دا چورلکه د یوه سیمه ییز قومندان علي پور له خوا غورځېدلې ده.
په میدان وردګو کې د اردو یوه چورلکه غورځېدلې
9 Jun 2021
د هرات په شینډنډ کې شپږ کلي له طالبانو پاک شوي
30 May 2021
په هرات کې د اردو پر موټر برید
30 Nov 2020