په هرات کې د اردو پر موټر برید
ناپېژاندو وسلوالو په هرات کې پر یوه رېنجر موټر ډزې کړې. د هرات د پولیسو قومنداني وایي، چې په برید کې موټرچلوونکی وژل شوی او څلور نور نظامیان ټپیان شوي.
دا پېښه نن (دوشنبه، د لیندۍ لسمه) په هرات ښار کې شوې. د هرات د پولیسو قومنداني ویاند عبدالاحد ولیزاده وایي، چې بریدګر په موټر کې سپاره وو، چې تر برید وروسته تښتېدلي دي.
تر دې مخکې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره په هرات کې پر موټرسایکل د دوو تنو سوارلي منع شوې وه، چې ورسره وژنې، غلاوې او ورته نور جرمونه کم شوي وو. د هرات پولیسو وایي، د پېښې د لاملونو په هکله پلټنې روانې دي.
له ګڼو اعتراضونو سره بیا هم په هرات کې ورته پېښې نه دي درېدلې.