قندهار

په کندهار کې یوولسو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې

neshananews

01 July 2021

په کندهار کې د یوه هوایي برید په پایله کې  یوولسو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې.

برید پرون چهارشنبه (د چنګاښ لسمه) د پنجوایي ولسوالۍ د صالحانو او ناخوني سیمو تر منځ شوی دی.

د کندهار روغتیايي مسولین وايي، دوی ته د پېښي له ځایه پنځه وژل شوي او شپږ ټپیان وروړل شوي، چې په وژل شوویو کې دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي او په ټپیانو کي یوه ښځه او پنځه ماشومان شامل دي.

امنیتي چارواکي بیا دا خبر ردوي، د دوی په وینا د وسلوالو پر یوې رواني جلسې یې هوايي برید کړی، چې ۴۶ وسلوال یې وژلي او یوولس نور یې ټپیان کړي.

د دوی په وینا وسلوال د پنجوايي ولسوالۍ پر کمربند برید ته راغلي وه.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.