سرچینې؛ امنیتي ځواکونه د پکتیکا له زېړوک ولسوالۍ څخه وتلي
په پکتیکا کې یو شمېر دولتي او سیمهییزې سرچینې وايي، د پکتیکا زېړوک ولسوالي تر اوږدې محاصرې وروسته وسلوالو طالبانو نیولې ده. د دوی په وینا په زېړوک کې مېشت سرتېري څېرمه ولسواليو او مرکز ته تللي دي.
وسلوال طالبان هم د یادې ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي.
په هېواد کې د جګړو له پراخېدو سره په پکتیکا کې هم نښتې زیاتې شوې. تېره شپه د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په پایندخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو یوې لويې پوځي اډې ته څېرمه په څلور کیلومیترۍ کې هم طالبانو پر سیمهييزو پولیسو بریدونه کړي دي. که څه هم بریدونه د سیمهيیزو پولیسو له خوا پر شا شوي؛ خو په سیمه کې سرچینو نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې د پوځ اډې د سیمهيیزو سرتېرو هېڅ مرسته نه ده کړې؛ نو له دې امله سیمهییزو پولیسو نن سهار په یاده سیمه کې خپلې پوستې پرېيښې.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې درنې نښتې وشوې. د پکتیکا د چارواکو په وینا په دې نښتو کې پکتیکا ته د طالبانو نومول شوی والي هم وژل شوی دی.