86876868

د امنیتي ځواکونو په ننګه د پکتیکاوالو مېرمنو د لاسي صنایعو نندارتون

نیک محمد ذکی

10 July 2021

که څه هم په وروستیو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ناامنۍ زیاتې شوې او خلک د هېواد برخلیک ته اندېښمن دي؛ خو پکتیکاوالو مېرمنو امنیتي ځواکونو ته د مثبتې روحیې ورکولو په پار په یاد ولایت کې د لاسي صنایع نندارتون جوړ کړ.

دا نندارتون، چې تېره پنجشنبه (د چنګاښ ۱۷مه) د پکتیکا په مرکز ښرنه کې جوړ شوی و، د مېرمنو تر څنګ چارواکو هم ګډون پکې کړ و.

د پکتیکا د ښځو چارو ریاست او نورو مسوولینو په دې غونډه کې د امنیتي ځواکونو وروستۍ جګړه د هېواد لپاره سرښندنه وګڼله.

د پکتیکا د ښځو چارو رییسې خوشبو میدانوال ډاډ ورکړ، چې پکتیکاوالې مېرمنې به د امنیتي ځواکونو هر راز ملاتړ کوي.

اغلې میدانوال د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه د لاسي صنایعو نندارتون د جوړېدو ستاینه وکړه او دا کار یې د امنیتي ځواکونو پر روحیه د مثبت اغېز زېږنده وباله.

د پکتیکا والي تورن جنرال یاسین له پکتیکاوالو مېرمنو مننه وکړه، چې امنیتي ځواکونه یې ستایلي. هغه له ټولو هغو مېرمنو مننه وکړه، چې اولادونه یې د امنیتي سرتېرو په لیکو کې پر جګړه بوخت دي.

بل خوا د نندارتون ګډونوالو مېرمنو هم د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

هغه لاسي صنایع چې په دې نندارتون کې وړاندې شوي وو، ډېری یې پر لاس جوړې شوې ښځینه جامې وې.

پکتیکا له هغو ولایتونو څخه دی، چې په کلیو کې یې ښځې د لاسی صنایعو له لارې د کورنۍ په اقتصاد کې ونډه اخلي.

پر چرمو، مریو، غمیو، زرتارو او نورو جوړې شوې لمنې، لستوڼي، پایڅې، غاړې… د پکتیکاوالو مېرمنو د لاس هغه کمال دی، چې اوس یې د هېواد په نورو ښارونو کې هم مینوال پیدا کړي.

د ننني نندارتون ځینو ګډونوالو بیا له حکومت څخه وغوښتل، چې د ښځو د لاسي صنایعو په بازارموندنه کې زیار وباسي.

 دا چې حکومت به په راتلونکي کې د پکتیکاوالو مېرمنو د لاسي صنایعو په بازارموندنه کې څه تګلارې پلې کړې نه ده معلومه؛ خو د پکتیکا والي تورن جنرال یاسین خان په ننني نندارتون کې له مېرمنو وغوښتل، چې په اقتصادي فعالیتونو کې برخه واخلي.