په پکتیکا کې د عربو او پاکستاني جنګیالیو په ګډون ۲۸ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، په پکتیکا ولایت کې د عربو او پاکستاني جنګیالیو په ګډون ۲۸ طالبان وژل شوي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن سهشنبه (د زمري ۱۲مه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې هوايي ځواکونو تېره شپه د پکتیکا په سروضې ولسوالۍ کې بمبار کړی، چې دا جنګیالي پکې وژل شوي.
ښاغلي امان که څه هم د بهرنیو تروریستانو د تلفاتو شمېر نه دی په ډاګه کړی؛ خو وايي، په دې برید کې ۱۷ نور طالبان ټپیان شوي هم دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد امنیتي بنسټونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو د جنګېدو خبر ورکړی دی.