at 10.21.59

د پکتیکا په مټاخان ولسوالي کې ماین چادونې ۴ ملکي وګړي وژلي

neshananews

28 July 2021

د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې ۴ ملکي وګړي د سړک غاړې پر خښ شوي ماین وژل شوي.

د پکتیکا چارواکو نن چهارشنبه (د زمري شپږمه) ويلي، د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ملکي وګړو موټر د طالبانو له خوا پر خښ شوي ماین ختلی، چې څلور کسان پکې وژل شوي دي.

د دوی په وینا دا موټر له مټاخان ولسوالۍ مرکز ښرنې ته پر لاره و، چې پر ماین ختلی او پکې سپاره څلور کسان وژل شوي دي.

د پکتیکا چارواکي وايي، ماین طالب وسلوالو خښ کړی و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په هېواد کې د سړک غاړې ماینونو ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې.