52.26

پکتیکا کې اته طالبان وژل شوي

neshananews

08 July 2021

کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې تېره ورځ د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ په سپېدار سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې، چې په پایله کې یې اته طالبان وژل شوي. کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې نښتو کې څلور طالبان نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په نښته کې د طالبانو اته موټرسایکلونه او همدارنګه یو اندازه وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

پکتیکا د هېواد په جنوب کې نسبتا امن ولایت دی؛ خو په وروستیو کې د ناامنیو خبرونه ترې خپاره شوي.