انفجار-ننگرهار-880x550

په ننګرهار کې د سړک غاړې ماین دوه تنه وژلي او څلور یې ټپیان کړي

neshananews

12 May 2021

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت په شېرازدو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین دوه تنه وژلي او څلور یې ټپیان کړي.
د ننګرهار ولایت د پولیسو قومندانۍ ویاند فریدخان نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې چاودنه نن(چهارشنبه، د غويي ۲۲مه) د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې شوې. د نوموړي په وینا پېښه هغه مهال شوې، چې یو سراچه ډوله موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شوی.
د ننګرهار ولایت د پولیسو قومندانۍ ویاند وايي، په پېښه کې په موټر کې سپاره دوه تنه وژل شوي او څلور ټپیان شوي. د هغه په وینا د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې؛ خو امنیتي بنسټونه د ورته پېښو پړه پر طالبانو وراچوي.