په هلمند کې د جګړو بیا پیل؛ ۲۱ طالب جنګیالي وژل شوي
د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي، د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ طالبان وژل شوي.
د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند محمد زمان همدرد وایي، دا طالبان نن (یکشنبه، د غویي ۲۶مه) په ناوه، نهرالسراج او د مرکز لښکرگاه اړوند وژل شوي.
د همدرد په وینا په دې نښتو کې ۱۴ طالب جنګیالي ټپیان شوي هم دي.
د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند وایي، امنیتي ځواکونو تر اوربند وروسته بېرته چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا جګړې په داسې وخت کې پیل کېږي، چې په افغان سوله کې ښکېلو غاړو، سیاسي رهبرانو او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له طالبانو د اوربند د غځولو غوښتنه کړې وه؛ خو طالبانو مثبت ځواب ور نه کړ.