پاکستانی افسر

په پکتیا کې د پاکستاني پوځ یو افسر نیول شوی

neshananews

22 June 2021

د پکتیا سیمه‌ییزو چارواکو تېره ورځ دوشنبه (د غبرګولي ۳۱) ویلي، ملي امنیت په یاد ولایت کې د پاکستاني پوځ هغه افسر نیولی، چې په یاد ولایت کې یې له طالبانو سره په ګډه وژونکي فعالیتونه تر سره کول. د پکتیا ولایت رسنیز دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی دی. په خبرپاڼه کې لیکلي:

«د پاکستان پوځ هغه افسر چې څه موده مخکې د تخریبي فعالیتونو لپاره پکتیا ته د یاد هیواد پوځ او ترهګرو طالبانو لخوا را استول شوی و ډنډی پټان ولسوالۍ کې له نیولو وروسته او نن رسنیو ته وښودل شو.»

 د دوی په وینا د پاکستاني پوځ دا افسر عظیم اختر نومېږی، پلار او ماما یې هم د پاکستان پوځ کې دندې لري.

 د پکتیا د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې د نیول شوي کس په حواله لیکل شوي: « له یو نیم کال نظامي زده کړو وروسته یې کشمیر ته د جنګ لپاره وليږلم، بیا یې پیښور ته ولیږلم او له هغه ځایه یې پاړه چناره ته چې د پوځ یو مرکز و ولیږل شوم چې طالبان هم په کې ول له څو ورځو تیریدو وروسته پاکستاني افسرانو  راته وویل چې له خط اخوا نور افسران هم شته له هغو او طالبانو سره یو ځای به وجنګیږې.»

د پکتیا چارواکي وايي، دا پاکستانی افسر څو ورځې وړاندې د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې نیول شوي او پرون یې پر خپل جرم اعتراف کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې افغان چارواکو پر پاکستان نیوکې زیاتې کړي، چې د طالبانو نېغ په نېغه ملاتړ کوي؛ خو پاکستاني چارواکي دا ادعاوې یوازې تورونه بولي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په وروستیو کې له طلوع نېوز سره په مرکه کې ویلي وو، چې د کویټې شورا ډېر مشران په افغانستان کې دي.