561bb02d-f2fb-4148-bdec-43c794dae822

په کندهار او زابل کې ۱۵ وسلوالو طالبان وژل شوي

neshananews

04 August 2021

حکومتي چارواکي وايي، په کندهار او زابل کې ۳۰ وسلوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې.

د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند صادق عیسی نن چهار شنبه (د زمري ۱۳مه) نشانه خبري اژانس ته په يوه رالېږلې ويډيويي پيغام کې ويلي؛ افغان ځواکونو تېره ورځ په کندهار او زابل ولايتونو کې هوايي او ځمکني عمليات کړي.

د عيسی په خبره د کندهار د اوومې امنيتې حوزې اړوند د نښتو پر مهال ۷ وسلوال وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره همداراز افغان توپچي ځواکونو د زابل د قلات ښار اړوند د جلدک او ترنک سیمو کې پر وسلوالو طالبانو بریدونه کړي، چې ۸ طالبان پکې وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي.

عيسی زیاته کړې، چې د افغان ګډو ځواکونو عمليات لا هم روان دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.