66858

په کندهار کې ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوي

neshananews

25 July 2021

امنيتي چارواکې وايي،  په کندهار کې ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

۲۰۵ اتل قول اردو وياند صادق عيسی نن يکشنبه (د زمري درېيمه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، افغان ځواکونو د کندهار ولايت په شپږمه او پنځلسمه امنيتي حوزه کې چاڼیز عملیات کړي.

د عيسی په خبره په دې عملياتو کې ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي عیسی زياته کړې، چې په دې عملياتو  کې د طالبانو درې میله بېلابېلې وسلې، ۳ موټرونه او ۲پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

وسلوال طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.