56876

په کندهار کې ۱۳ وسلوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

neshananews

26 July 2021

امنيتي چارواکې وايي، په کندهار کې ۱۳ وسلوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې.

د کندهار د ملي امنيت رسنيز دفتر نن دوشنبه ( د زمري ۴مه) رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ۰۳ قطعې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې په اړوند سيمو کې چاڼېز عمليات کړي.

د خبرپاڼې له مخې په دې عملياتو کې ملا محمد رسول، چې په  مزمل عبدلحی، چې په حمان، جلیل چې په سعادت، ظاهر چې په ظاهري، صديق الله چې په قاصد او نورعلي چې په افضل مشهور وو له څلورو نورو طالبانو سره وژل شوي او درې نور طالبان ټپیان شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په کندهار کې درنې نښتې شوې او له امله یې ګڼ هېوادوال بېځایه شوي.