په کندهار کې ۴۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
په کندهار کې د نښتو له امله ۴۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
په کندهار کې روغتيايي مسوولین وايي، په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې د کندهار په بېلابېلو سیمو کې ۴۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې. د دوی په وینا دا مرګژوبله په میرویس مېنه، جمیل مېنه، میربازار، ډنډ ولسوالي، قاسم پل، پنجوايي دوراهي، ارغنداب او سېلو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو په جګړه کې اوښتې. سرچينه وايي د جګړې له سيمي څخه ۱۱ جسدونه وروړل شوي، چې ۸ يې نامعلوم او ۳ يې د ملکي کسانو دي.
سرچينه وايي په ټپیانو کې ۱۸ ماشومان او ۵ ښځې دي.
د کندهار دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له تېرو څو ورځو راهيسې په کندهار کې د افغان ځواکونو او وسلوالو تر منځ سخته جګړه روانه ده، چې ملکي وګړیو ته پکې درنه مرګژوبله اوښتې.