په کندهار کې ۴۳ وسلوال طالبان وژل شوي
امنيتي چارواکې وايي، په کندهار کې ۴۳ وسلوال طالبان وژل شوي.
د کندهار امنيه قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي نن دوشنبه (د زمري ۱۱مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، وسلوالو طالبانو تېره شپه د تختهپل ولسوالۍ پر مېل سيمه برید کړی.
د بارکزي په خبره د افغان ځواکونو په ځوابي بريد کې ۳۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
بارکزی وايي، له وسلوالو طالبانو څخه درې ټانگونه هم پوليسو ته په لاس ورغلي دي او د وسلوالو يو شمېر جسدونه هم د جګړې پر ډګر پاته دي.
د يو بل خبر له مخې د کندهار ښار په ۱۳مه امنيتې حوزه کې هم ۸ وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.
بارکزي د تېرې شپې په نښتو کې پوليسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.