WhatsApp Image 2021-06-30 at 09.39.14

په کونړ کې ولسونو د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل

neshananews

30 June 2021

تېره ورځ د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ غونډه جوړه شوې وه، چې ګڼو کونړیانو او امنیتي چارواکو پکې ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې د اسمار ولسوالۍ قومي مشرانو د خپلو سیمو د لا ښه امنیت ساتنې په موخه له خپلو امنیتي ځواکونو سره د اوږه په اوږه د ودرېدو ژمنه وکړه او د تشویق په پار یې د امنیتي ځواکونو په غاړو کې هارونه واچول. که څه هم د اسمار ولسوالۍ امنیتي وضعیت له پخوا یو څه ښه شوی؛ خو بیا هم د یادې ولسوالۍ مشرانو په خپلو سیمو کې له امنیتي ځواکونو سره په ګډه همغږۍ او هماهنګۍ د مخالفینو پر وړاندې هر ډول قربانۍ ته تیاري وښوده.

د یادونې وړ ده چې له دغه ناستې وروسته د کونړ ولایتي شورا رییس او غړو یې په ګډه په سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تشویق په پار د هغوی له پوستو لیدنه وکړه او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړ.

کونړ د هېواد په ختیځ کې نسبتا امن ولایت دی؛ خو بیا یې هم په ځینو سیمو کې کله نا کله وسلوال طالبان کړنې تر سره کوي.