په کونړ کې ۱۶ وسلهوال طالبان وژل شوي
د کونړ امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه د یاد ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا د وسلهوالو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي. د دوی په وینا د دې بریدونه په نتیجه کې یې ۱۶ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د کونړ چارواکي په دې برخه کې د ۹ تنه نورو طالبانو د ټپي کېدو خبر هم ورکوي.
چارواکي وایي، د جګړې په ډګر کې د دوه پاکستانیو جسدونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي؛ خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.