غنی و عمران خان

کابل باید وسوځي؛ د افغانستان پر وړاندې د پاکستان تګلاره بدله شوې؟

neshananews

09 June 2021

لیکنه: ابومسلم خراسانی
په افغان سوله کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغان جګړې پر وړاندې د پاکستان تګلاره بدله شوې. د هغه په وینا اوس د دې پر ځای، چې پاکستان له جهادي قومندانانو څخه په سیاسي او نظامي برخه کې ګټه واخلي هڅه کوي، چې د افغانستان له جغرافیې څخه له مرکزي اسیا سره ونښلي. یعنې هڅه کوي خپله نظام محوره تګلاه پر اقتصاد محوره تګلارې بدله کړي. خلیلزاد له طلوع نېوز سره په مرکه کې یادې موضوع ته په اشارې ویلي، چې پاکستان وېره لري کابل د طالبانو لاس ته ورشي، ځکه که دا کار وشي پاکستان ته به دروند اقتصادي زیان ورواوړي.
اوس پوښتنه دا ده، چې رښتیا هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان تګلاره بدله شوې؟ جنرال یوسف، چې د «بیروی افغان» د برخې رییس او په اتیایمه او نوییمه لسیزه کې یې د جهادیانو جګړه کنټرولوله. هغه د پاکستان د جاسوسۍ سازمان د یوه نامتو رییس له خولې لیکي، چې جنرال اختر عبدالرحمان په دې اند و، چې کابل باید وسوځي، د کابل ځمکه باید سره شي، کابل باید محاصره شي، کابل باید تیاره شي او پر اوسېدونکو یې باید فضاء داسې راتنګه شي، چې له حالاتو ستړي شي.
تر هغې نږدې نیمه پېړۍ وروسته، چې په ۱۹۷۹میلادي کال کې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ پاکستان د افغان جهادیانو پر تجهیز او تنظیم پیل وکړ. دوی له یادې نېټې په افغانستان کې «کابل باید وسوځي» سیاست پر مخ بیايي. دا سیاست په افغانستان کې پاکستان یو ځل د جهادي تنظیمونو پر مټ پر مخ یووړ او اوس د طالبانو پر مټ. څنګه، چې تر دې مخکې پاکستان د جهادي تنظیمونو د مشرانو په مرسته، چې کورونه یې په کویټه او پېښور وو په افغانستان کې جګړې کولې اوس د طالبانو پر مټ له کويټې، پېښور او دوحې څخه «کابل باید وسوځي» سیاست پر مخ بیايي.
اوس پوښتنه دا ده، چې له څو اړخونو موږ پوهېږو، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان تګلاره بدله شوې که نه؟
له څو لارو موږ پوهېږو، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست لا هم پخوانی دی له دوی څخه یې یو له پخوانیو مجاهدینو سره د اوسنیو طالبانو د کړنو پرتله ده. ایا د دې دواړو ډلو په کړنو کې توپیر لیدل کېږي؟ افغانستان اوس له اتیایمې او نوییمې لسیزې سره څه توپیر لري؟ لیکوال په څو دلایلو دا باور لري، چې اوسنی وضعیت له پخواني سره څه توپیر نه لري او لا هم «کابل باید وسوځي» تګلاره دوام لري. دا څرګندوي، چې لا هم د پاکستان تګلاره پخوانۍ ده، چې پر مټ یې پاکستان له مجاهدینو د خپلو سیاسي او نظامي موخو لپاره ګټه اخیسته.
اوس کابل د افغانستان د پلازمینې په توګه تر نظامي او اقتصادي فشار لاندې دی. موخنې وژنې، د برېښنا پرېکون، د اقتصادي موخو تر لاسه کول لکه د نفتي موټرو سوځول، د خلکو تر منځ وېره خپرول، پر سړکونو د ماینونو خښول او د کابل سیاسي، اقتصادي او امنیتي معاصره دا ښيي، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست نه دی بدل شوی. یواځينی توپیر په پاکستان او افغانستان کې د دوی په کارکوونکو کې دی. پخوا جهادي تنظیمونو او جنرال اختر عبدالرحمان کابل سوځوه؛ اوس طالبان او جنرال قمر جاوید باجوه، چې د پاکستان لوی درستیز دی دا کار کوي. لکه څنګه، چې پخوا اختر عبدالرحمان غوښتل، چې د کابل تر نیولو وروسته د کابل په پر خاوره لمونځ وکړي اوس جنرال باجوه غواړي د کابل پر ویرانو لمونځ وکړي.
اوس هم د طالبانو په جګړه او سیاسي ــ نظامي ادبیاتو کې بدلون نه دی راغلی. پاکستان د طالبانو پر تشکیلاتو باندې بشپړ واک لري. که د افغانستان پر وړاندې د پاکستان تګلاره اوس له نظامي محورۍ څخه اقتصاد محورۍ ته اوښتې وي؛ نو پوښتنه دا ده، چې د جګړې په میدانونو کې څه بدلونونه راغلي؟ نه یواځې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتو له پیل سره تاوتریخوالی زیات شوی، بلکې د جګړې اور لا تازه شوی. دوی اوس هم په دې اند دي، چې د کابل خاوره باید دومره توده شي، چې د امریکایانو تلې پرې وسوځي او له دې هېواده ووځي. دوی په کابل کې زرګونه زخمونه او وژنې مناسب ګڼي تر څو پر خپله ګټه ترې کار واخلي.
لکه څنګه چې تر دې مخکې جهادي ډلو په افغانستان کې د بریا یواځينۍ لاره جګړه ګڼله طالبان هم په دې اند دي، چې د جګړې له لارې به بریالي شي. پاکستان د سولې په خبرو کې د داسې یوه هېوا د په توګه رول نه لوبوي، چې د افغان جګړې پای ته دې ژمن وي. بلکې پاکستان د طالبانو د یوه ملاتړي په توګه هم په داخلي جګړو کې او هم په بهرنۍ کچه طالبانو ته په لابي کولو سره د طالبانو د بریا او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو په لټه کې دی.
بل اړخ، چې موږ ته د پاکستان د تګلارو د نه بدلون خبر راکوي هغه د یاد هېواد د چارو واک دی، چې له پوځ سره دی. د یاد هېواد رښتینی واک له نظامي جنرالانو سره دی. ځکه نو کرستین فیر پر دې باور دی، چې پاکستان هغه هېواد دی، چې د جنرالانو له خوا اداره کېږي او ټول سیاسي او نظامي واک یې له پوځ او استخباراتو سره دی. که څه هم ښايي په پاکستان به یو شمېر تکنوکراتان په دې لټه کې وي، د پاکستان سیاست اقتصاد محوره شي؛ خو پوځ او استخبارات هېڅکله نه مني، چې دا سیاست دې بدل شي. دوی د سیمې په لویو سیاستونو کې هېڅکله حاضر نه دي، چې دا سیاست بدل کړي.
له دې څخه ښکاري، چې د لویو ښارونو په معاصره کې د طالبانو او مجاهدینو د سیاست«کابل باید وسوځي» هېڅ توپیر نشته. د پاکستانیانو د فکر په مخینه کې لا د «کابل باید وسوځي» سیاست د بدلون څرک نه لګېږي. دوی وايي، د دې ښار ځمکه باید تل سره وي.
که پاکستاني چارواکو د افغانستان پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړې وای اوس به یې پر طالبانو د بشپړ نفوذ پر مټ پر طالبانو تاوتریخوالی راکم کړی وای او له دې ظالمانه سیاست «کابل باید وسوځي» څخه به یې لاس اخیستی و. دا ړوند سیاست د افغانستان خلکو ته له تباهي او تورې ورځې پرته بل څه نه ورکوي. تر اوسه د پاکستان دا فرهنګ نه دی بدل شوی، چې له جهادیانو کار واخلي او له خپلو ګاونډيو سره دښمني ټينګه کړي. پاکستان لا هم «کابل باید وسوځي» سیاست پر مخ بیايي او نه غواړي، چې په سیمه کې دې سیاست ته تغیر ورکړي.