کابل له افغان خاورې د پاکستان په ګټه د کار اخیستو ادعا رد کړه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، د پاکستاني پوځ هغه ادعا بې بنسټه ده، چې وایي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، د لړم ۲۵) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي:
” کابل – د پاکستان د پوځ ویاند په یو رسنیز کنفرانس کې چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم پکې ګډون درلود، ادعا وکړه چې ګواکي د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې کارول کېږی. د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت دغه دعا بې بنسټه بولي او په کلکه یې ردوي.”
بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانستان د ترهګرۍ د یوه قرباني هېواد په توګه، په ټوله نړۍ کې، د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې له توپير پرته مبارزې ته ژمن دی او هېڅکله اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر وړاندې د ورانکارو فعالیتونو لپاره ګټه پورته شي.
بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې د ننګرهار د یوه قومي مشر فریدون خان مومند په اړه دا ادعا رد کړې، چې نوموړی د پېښور د کرنې پر پوهنتون په برید برید کې لاس لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار په یوه رسنیز کنفرانس کې د پاکستان په څو لویو ښارونو کې د بریدونو خبر ورکړی.
د افتخار په وینا دا کار هند هېواد د افغانستان له خاورې څخه په ګټه کوي.
خو بهرنیو چارو وزارت دا ادعاوې ردوي او په دې اړوند د ملي امنیت نړیوالې شورا د یوه پلاوي د ګمارلو غوښتنه هم کوي تر څو په دواړو هېوادونو کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه پلټنې وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په روانه اوونۍ کې کابل ته راشي