کمانډیانو په هرات کې ۴۱ تنه د طالبانو له زندانه ازاد کړي
د ځانګړو عملیاتو قول اردو وایي، کمانډویانو په هرات کې ۴۱ زندانیان له طالبانو ازاد کړي.
یاد قول اردو نن (سه شنبه، د غبرګولي څلورم) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې عملیات د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ، په مروا سیمه کې شوي.
د خبرپاڼې پر بنسټ په بندیانو کې ۱۹ امنیتي سرتېري هم وو. د دوی په وینا په دې عملیاتو کې اووه تنه هغه طالب جنګیالي هم وژل شوي، چې د دې زندان ساتنه یې کوله.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې ملي اردو تېره ورځ هم په بغلان کې له یوه زندانه اته نظامیان ازاد کړي وو.