34535

کندهار؛ په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې ۳۳ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې

neshananews

18 July 2021

کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وايي، د ارغنداب او دا مان ولسوالیو تر څنګ د کندهار ښار له شپږمې، اوومې، اتمې، نهمې او دیارلسمې حوزې څخه د اوو تنو مړي او د ۲۶ نورو ټپیان ور وړل شوي دي.

د مسوولینو په خبره د جګړې دا قربانیان ټول ملکي وګړي دي. د دوی په وینا په ټپیانو کې ښځې او کوچنیان هم شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال د کندهار ښار په اوومه، اتمه، نهمه او شپږمه حوزه کې حکومتي ځواکونه او طالبان په مخامخ جګړو بوخت دي.

تر اوسه په ډاګه نه ده، چې دا ملکي وګړي د کوم لوري په بریدونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.