کندهار؛ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۳۲ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې
روغتيا پالان وايي، کندهار کې ۳۲ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې. د کندهار د میرويس حوزوي روغتون مشر ډاکټر داود فرهان نن شنبه (د زمري ۹) نشانه خبري اژانس ته ویلي، د دوی روغتون ته په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې جسدونه او ۲۹ ټپیان وروړل شوي.
د فرهاد په خبره په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.
فرهاد زیاتوي مرګژوبله د ښار په بېلابېلو سيمو کې ملکیانو ته اوښتې.
هېره دي نه وي وسلوال طالبان او افغان ځواکونو يو او بل ته د تلفاتو د اوښتو خبره کوي؛ خو د ملکي کسانو د مرګژوبلې پړه پر يو بل وراچوي.
بل خوا په کندهار کې ملکي خلک له طالبانو او افغان ځواکونو غواړي، چي د جنګ پر مهال دې د دوی ژوند ته پام وکړي.