کندهار کې د يو رنځورپال په ګډون ۲۳ نورو ته مرګژوبله اوښتې
کندهار کې د يو رنځورپال (نرس) په ګډون ۲۳ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د کندهار ميرويس روغتون مشر ډاکټر داود فرهاد نن پنج شنبه ( د زمري۱۴مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي؛ د کندهار ولايت د مرکز له بېلابيلو نږدې او لرې سیمو څخه د دوی روغتون ته ۲۳ کسان وروړل شوي دي.
د فرهاد په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو د جګړو پر مهال ۲۰ ملکي کسان ټپيان او ۲ تنه وژل شوي دی.
فرهاد زياتوي ددوی د روغتون يو تن رنځورپال ( نرس) د خپل کار پر مهال د همدې جګړې له کبله ټپي شوی دی.
ياده دې وي په کندهار د جګړې دوام تر څلورو اوونيو اوړي د معلوماتو له مخې په دغه جګړه کې زيات شمېر ملکيان قرباني شوي.