b9091960-8f96-488d-8c67-8d4337822e33

کندهار کې ۱۶ وسلوال طالبان وژل شوي

neshananews

05 August 2021

حکومتي چارواکي، وايي کندهار کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي.

۲۰۵ اتل قول اردو وياند صادق عیسی نن پنجشنبه (د زمري۱۴مه) نشانه خبري اژانس ته ويلي، افغان ځواکونو د کندهار ولايت مرکز اوومې امنيتې حوزې او ډنډ ولسواليو کې د وسلوالو پر وړاندې عمليات ترسره کړي دي.

د عيسی په خبره په دې عملياتو کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

عیسی همداراز وویل د طالبانو ۱۲ موټر سایکلونه، یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

 طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.