نیروهای - امنیتی

کونړ کې ۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي

neshananews

12 July 2021

د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وایي، نن سهار د (چنګاښ ۲۲مه) د دغه ولایت اسمار ولسوالۍ په برولو خوړ او پیرانو غونډۍ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وسلوالو طالبانو یو شمېر هوایي او ځمکني هدفمند بریدونه ترسره کړي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا د دغه بریدونو په نتیحه کې ۱۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده، چې پکې ۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۶ نور شدید ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا د دغه بریدونو پر مهال د وسلوالو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.